خبرونه:
     
دکرکټ نړیوالی شورا د 2015 کال نړیوال جام لوګو خپره کړه PDF Print E-mail
Monday, 04 April 2011 13:40
دغه لوګو پداسی حال کی دکرکټ مینه والو ته ښودل کیږی چی تیره ورځ د2011 کال پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالۍ پای ته ورسیدی .
د2015 کال پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالۍ به داځل داسټرالیا او نوی زیلینډ هیوادونو کی په ګډه ترسره شی .
دواړه نوی زیلیند او اسټرالیا به د 23 کلن انتظار وروسته یوځل بیا دنړیوال جام سیالیو کوربتوب په غاړه ولری چی ددی وړاندی دواړو هیوادونو په ګډه په 1992 کال کی د 5 م نړیوال جام سیالیو کوربتوب کړی وو چی دعمران خان په مشرۍ دپاکستان لوبدلی په اتلولۍ سره پای ته رسیدلی وی .
یاده دی وی چی د 2011 کال پنځوس اوریزه سیالۍ تیره ورځ په پای لوبه کی کوربه هندوستان کرکټ ملی لوبډلی سریلانکا میلمه لوبدلی ته په اسانۍ سره په 6 لوبغاړو ماتی ورکولوسره د28 کلن انتظارڅخه وروسته وګټلی چی دادی دکرکټ نړیوالی شورا پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو او یو ورځنیو سیالیو ته دخاصی پاملرنی په موخه د 2015 کال پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو لپاره لوګو یا نښه خپره کړه .
دکرکټ نړیوالی شورا یا ای سی سی اجرایوی مشرهارون لورګاټ په وینا چی د 2015 کال پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو لپاره دلوګو جوړولو په موخه دټولی نړۍ څخه دغوره ډیزاین کمپنیو څخه غوښتنه شوی وه چی ددی سیالیو لپاره خپلی نمونی وړاندی کړی چی پای کی د 2015 کال پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو لپاره دلوګو جوړولو په موخه کار اسټرالوی کمپنۍ ته وسپارل شو ، دلورګاټ په وینا چی په ټاکل شوی لوګو کی داسټرالیا او نوی زیلینډ هیوادونو دکلتورښودنه شوی ده .
که څه هم دافغانستان کرکټ ملی لوبدلی ونشو کړای چی د پنځم مقام په خپلولو سره په 2011 کال سیالیو کی ګډون حق ترلاسه کړی خو افغان لوبدله هیلمنده ده چی داسټرالیا او نوی زیلینډ په کوربتوب په 2015 کال پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیوکی ځای خپل کړی .
 
Afghanistan Sport Website